06/09/2026
ذبیح الله مجاهد صیب د لاسي صنایعو له امارتي شرکت څخه لیدنه ترسره کړه
د افغانستان اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د لاسي صنایعو د پراختیا له امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه، قدرمن مجاهد صیب نن یکشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د دغه شرکت د ریاست مقام ته تشریف راوړ او د دغه شرکت له فعالیتونو او وضعیت څخه یې لیدنه ترسره کړه .
د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت رئيس محترم مولوي محمد ابراهیم نبیل نوموړي ته هرکلی ووایه او د دوی د هرکلي ترڅنګ یې له قدرمن مجاهد صیب څخه مننه وکړه .
قدرمن مجاهد صیب د دغې لیدنې په ترڅ کې د لاسي صنایعو د پرمختګ لپاره خپلې سپارښتنې شریکې کړې او دشرکت همکارانو ته یې له فرصتونو څخه د استفادې په لړ کې لازم هدایات شریک کړل .